د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي. د مالوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د امنیت شورا د غړو سربېره د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش هم ګډون کوي او په پام کې ده چې د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي ټاکلو په اړه پکې خبرې وشي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټاکلو په اړه د دوحې په دویمې غونډې کې پرېکړه ونشوه.
































