د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له دندې استعفا کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران د پالیسۍ مخکښ براین هوک له خپلې دندې استعفا کړې. د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې یو بل ډیپلومات ایلیوت ابرامز په موقتي ډول په دې دنده ګومارل شوی دی. براین هوک د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې وروسته له دې چې د ټرمپ ادارې وویل، د ایران له اټومي موافقې به ووځي، د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي په توګه غوره شو. هوک داسې مهال استعفا کوي چې د ملګروملتونو امنیت شورا پر ایران د وسلو د نړیوال بندیز د تمدید لپاره د واشنګټن پر پلان رایې ورکولو ته چمتووالی نیسي.
































