د لغمان په الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د ۲ چک ډېمونو د رغولو چارې پيل شوې. د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په شمکټ او د دولت شاه ولسوالۍ په دره نزاري سیمو کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرون د ۲ چک ډېمونو د رغولو چارې پیل شوې دي. د لغمان مرستیال والي اخترمحمد مزمل ویلي چې د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د دغه ولایت د هرې ولسوالۍ لپاره یو چک ډېم چې په ټوله کې ۵ چک ډېمونه کېږي منظور شوي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په ورته وخت کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن ویلي چې د یادو چک ډېمونو په رغېدو سره به له یوخوا د خاورې د تخریب مخینوی وشي او له بلې خوا به د باران او سېلابونو اوبه ذخیره شي.
































