د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویلي چې تېره میاشت هېواد ته څه باندې ۳زره او ۳۰۰ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی دی. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په سلواغې میاشت کې څه باندې ۱۸ سوه بهرنیان هېواد ته راغلي او له ۱۵ سوو ډېرو بهرنیانو بیا له هېواده بهر ته سفر کړی دی. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ او راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات هوایي ډګر او بندرونو، تورخم او حیرتان بندرونو له لارې ثبت شوی دی.
































