د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال د جاپان له سفیر تاکايوشي کورمایا سره د هېواد په ملي موزیم کې لیدلي. په یاده لیدنه کې عتیق الله عزیزي د جاپان همکارۍ ستایلي او ویلي یې دې، چې یاد هېواد دې د ملي موزیم نوې ودانۍ لپاره د مجهز لابراتوار، د اثارو لپاره ډيپوګانو او د نندارې لپاره د سالونونو جوړولو برخه کې مرسته وکړي. د جاپان سفیر په یاده لیدنه کې ویلي؛ د افغانستان کلتوري ارزښتونه نه یواځې د افغانستان، بلکې د ټولې نړۍ لپاره اړین دي او زیاته کړې یې ده، چې دوی د افغانستان تاریخي اثارو د ساتنې لپاره عملا کار شروع کړی، چې ډير ژر به جاپاني لرغون پوهان او متخصصین افغانستان ته راشي.
































