د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې، نړیوال وجهي صندوق د ۱،۳ میلیونه افغان کډوالو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر بېړنۍ مرسته تصویب کړه. دا هغه کډوال دي چې دا مهال په پاکستان کې اوسیږي او افغانستان ته راستېدونکي دي. دغه اداره وايي، یاده مرسته به د ایډز، نري رنځ او ملاریا ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي. دغه ۴،۷ میلیونه بیړنۍ بودجه به پر ۶۶ میلیونه هغه بودجې ور زیاته شي چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په لومړۍ نېټه د درې کلو لپاره اعلان شوې وه، دغه مرسته د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري ورکول کیږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوول وایي، لا له وړاندې یې د راستنېدونکو کډوالو بیړنیو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره د ملاریا، ایډز او نرې رنځ سره مخ کسانو ته د خدمتونو وړاندي کولو ته چمتوالی نیولي دی.
































