د څلور سوه طالب زندانيانو د برخليک معلومولو لپاره د سولې مشورتي لويې جرګې ته ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، چې څلور سوه طالب زندانیان سختې دوسیې لري. نوموړي وویل طالبانو ویلي که يې۴۰۰ زندانیان خوشې شي نو په دریو ورځو کې به مخامخ مذاکراتو ته تیار شي. غني وویل د سولې او پاتې طالب بنديانو د خوشي کېدو په تړاو د لويې مشورتي جرګې رابلل اساسي قانون ته زموږ ژمن پاتې کېدل په ډاګه کوي. ولسمشر غني د جرګې ګډونوالو ته وویل، ستاسو د نن او سبا ورځې تصمیم ډېر مهم دی. نوموړي وویل زه خپله تاسې ته هېڅ ډول فرمایش نه لرم، ځکه زه ستاسو هر یو په درایت او وطن دوستۍ باور لرم. ولسمشر غني وویل چې د افغان حکومت لخوا د ۵۱۰۰ طالب زندانیانو ازادول سولې ته د افغان حکومت د لېوالتیا څرګندونه کوي.
































