د چمن – سپین بولدک پر لار سوداګریزو باروړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه. دغه لار څه باندې څلور میاشتې وړاندې چمن کې د پيل شوي پرلت د غړو له لوري د چمن پر دروازه د پاسپورت د الزامي کېدو پرېکړې په غبرګون کې تړلې شوې وه. د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزي ویلي، چې سر له پرون څخه د پرلت د مشرانو د پرېکړې پر بنسټ سوداګریز موټر له ستونزې پرته تګ راتګ کولای شي. ورته مهال د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد شفیق اڅکزي هم ویلي، چې لار خلاصه شوې خو چمن کې له پرلت پرته ځيني نور عناصر لاهم ټرانسپورټي وسایلو ته خنډ پېښوي. د چمن-سپین بولدک دروازه لاهم د عام تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
































