د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي. په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د یو لړ سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایلو سربېره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي. په دې کتنه کې سیاسي مرستیال ویلي، چې د سرپرست حکومت د متوازنې او اقتصادي تګلارې په لرلو د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګډون له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو هڅې کوي. ورته مهال د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د امنیت تامین، د نشه یي توکو او قاچاقو سره د مبارزې او د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره په فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
































