د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په تړاو په دغه سازمان کې د تړلو دروازو تر شا غونډه جوړوي. بلخوا، د سرپرست حکومت ویاند وايي چې دغه سازمان دې د بې ارزښته مسایلو پر ځای، د سرپرست حکومت، ملګرو ملتونو او د سیمې هېوادونو ترمنځ پر ستونزو تمرکز وکړي. نوموړی وایي، چې ملګري ملتونه باید له سرپرست حکومت سره د نړۍ د هېوادونو د ډيپلوماټیکو تعاملاتو مخه ونه نیسي. تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ویلي و چې، ټاکل شوې ده، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک په تعقیب د افغانستان د وضعیت او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو راپور وړاندې کړي.
































