د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٧٠١٥ ته ورسېد. د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٦ په هرات، ١٤ په بلخ، لس په کندهار، اته په کابل، درې-درې په بادغيس او نيمروز او دوه-دوه هم په هلمند او اروزګان ولايتونو کې دي. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٢٥٩٠٣ ته ورسېد. همدارنګه په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نهه کسان د کرونا له امله مړ شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٣٠٧ ته ورسېد.
































