د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې یې د افغاني سرې میاشتې له لارې څه باندې ۱۲ میلیونه ناروغانو ته لومړنۍ مرستې رسولې دي. د سره صلیب په راپور کې راغلي چې په دغه موده کې یې په هېواد کې د ۳۳ روغتیایي مرکزونو څه د پاسه ۱۰ زره کارکوونکو میاشتنی معاش او نور اړوند لګښتونه ورکړي دي چې شاوخوا ۲۶ میلیونه کسانو ته روغتیایي خدمتونه رسوي. په راپور کې دغه راز راغلي چې دغې کمېټې د هېواد په ۱۱ بندخونو کې شاوخوا ۱۲ زره بندیانو ته هم خواړه رسولي دي.
































