د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یوازینۍ ټسټ لوبې لپاره د ۱۶ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه لوبډله کې د حشمت الله شهیدي په کپتانۍ رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، اکرام علي خېل (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیرشاه محبوب، کریم جنت، ظاهر خان، ضیا اکبر، خلیل ګربز، نوید ځدراڼ، نجات مسعود او ابراهیم عبدالرحیمزی غوره شوي دي. ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دغه ټسټ لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شي.
































