د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې په راتلونکو شپږو میاشتوکې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالره بودجې ته په بیړنۍ ډول اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام د هغو افغانانو شمیر چې په دې نه پوهیږي چې بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي ۱۶ میلیونه ښودلی دی. د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه ددغې نوې بودجې د چمتو کولو داغوښتنه په داسې حال کې کړې چې د تیرو دوو کلنو راهیسې د ملګرو ملتونو یو شمیر ادارې د بودجې د کمښت د ستونزې سره مخامخ دي.
































