ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې په ګډون، د ترافیکو پرمخ د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکونو د تړل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د سالنګونو لویه لاره له تېرې شپې راهيسې د واورې تېز اورښت او توپان له امله، د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. په بامیانو کې، د شش پُل پوستې – حاجیګک کوتل، د یکاولنګ ولسوالۍ – پنجاب ولسوالۍ تر شاطو کوتل، پنجاب –آبقول کرمان، ورس – پُل بند شوی او د ورس – قوناق کوتل مسیرونه هم د ترافیکو پر مخ تړلي دي. په غور کې هم د واورې ورښت جریان لري او د بند بکک، کرمان، شاتیغ او بند بایان لارې د درنې واورې له امله د ترافیکو پر مخ تړلې دي. همدا رنګه، په ډایکنډي کې د واورې تېز اورښت دوام لري او د دغه ولایت اړوند د مرکز نیلي – خدیر، نیلي – ګیتي ولسوالۍ او د نیلي – قوناق کوتل مسیرونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي. ویل شوي چې د ټولګټو وزارت ولایتي کارکوونکي د هېواد په بېلابېلو برخو او زیان منونکو سیمو کې د واورې پر پاکولو بوخت دي چې هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورټي آسانتیاوې برابرې کړي.
































