په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره وايي چې ایران د تروریزم لومړی نمبر ملاتړ کوونکی هېواد دی. په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې روسیې ته خبرداری ورکړ چې که په امنیت شورا کې پر ایران د وسلو د بندیز د تمدید لپاره د امریکا طرح ویټو کړي نو په نړۍ کې د تروریزم له لومړي نمبر ملاتړکوونکي سره به یې مرسته کړې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، چې امریکا په پام کې لري راتلونکې اونۍ د امنیت شورا غونډه راوبولي څو پر ایران د وسلو د نړیوال بندیز د تمدید د طرحې مسودې ته رایې ورکړي. د دې بندیزونو د اعتبار موده په اکټوبر میاشت کې پای ته رسېږي.
































