د لوګر پوهنې ریاست وايي، چې د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې څه باندې ۱۲ سوه کسانو ته د سواد زدهکړې پروګرام پيلوي. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې دغه پروګرام د یونسکو په مالي ملاتړ په نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې پيلوي. نوموړی وايي، د سواد زدهکړو دغه پروګرام یوه میاشت وروسته پيلیږي، چې ۱۲۶۰ تنه نالوسته مېرمنو او نارینه وو ته به په ۸۴ ټولګیو کې زده کړې پيل شي. د عرب په خبره اوسمهال په دغه ولایت کې د سواد زدهکړو ته د نالوسته کسانو لېوالتیا زیاته شوې ده.
































