پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د واورې او باران له کبله په بامیانو، دایکندي، سرپل او غزني ولایتونو کې د شلو ولسوالیو لارې د ولایتونو له مرکزونو سره تړل شوې دي. د یاد وزارت ویاند محمد عبدالله جان سایق ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دایکندي ولایت کې د غر ښوویېدنې له کبله یو تن مړ شوی دی. سایق زیاته کړې، چې د سالنګ په ګډون د هېواد د ټولو لارو د خلاصون لپاره اړوندې ادارې لاس په کار شوي او احتمالي پېښو ته درسېدو لپاره ټولو ولایتي ریاستونو ته لازمې لارښوونې شوي تر څو لازم تدابیر ونیسي.
































