نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو په سر طالبانو ته د انعامونو ورکولو په سر مسکو ته خبرداری ورکړی دی. نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي، چې مایک پومپیو دغه خبرداری د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته د ټلیفون له لارې ورکړ. نیویارک ټایمز ویلي دا لومړی ځل دی چې یو لوړ پوړی امریکايي چارواکی په افغانستان کې د روسيې د انعامي پروګرام په سر مسکو ته خبرداری ورکوي. مایک پومپیو له دې وړاندې دا نه دي ویلي، چې ایا روسي مامورینو سره یې په افغانستان کې د انعامونو پروګرام په اړه په خصوصي توګه خبرې کړي او که نه، خو تېره میاشت یې له سرګي لاوروف سره خبرې شوي او هغه معلومات یې ورسره شریک کړي چې امریکایان له خطر سره مخامخ کوي. روسیې او طالبانو د انعامونو په اړه دغه راپورونه رد کړي دي.
































