د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست په تېرو ۱۱ میاشتو کې له څلور سوه میلیونه د زیاتو افغانیو د عوایدو راټولېدو او د دولت خزانې ته د سپارلو خبر ورکړی. د دغه ریاست رییس رحیم الله عبیده ویلي، چې د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې د ډبرو سکرو، ګچ، سمنټو او نورو ساختماني موادو لکه جغل، رېګ او تیږو د کانونو د حق الامتیاز له درکه ۴۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې لېږدولې دي. نوموړي ویلي، چې دغو کانونو کې ۲۵۰۰ تنه په کار بوخت دي او دغه راز د عوایدو د راټولېدو په برخه کې پر شفافیت ټینګار او ډاډ یې ورکړی دی.
































