د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې کب مياشتې له ۹مې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د هریرود، هلمند او کابل حوزو کې شوی دی. په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان، غوربند، پنجشېر، لغمان او کونړ سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري. سرچينې له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي غوښتنه کړې، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونوپه غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي.
































