د تورخم او اسلام کلا سرحدي امریتونه وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې د تورخم او اسلام کلا بندرونو له لارې له ایران او پاکستان څخه دوه زره او ۹۱۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي. د یادو امریتونو د معلوماتو له مخې؛ راستانه شوي هېوادوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي او له ۱۳ کورنیو سره لس، لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
































