د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي چې نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان په همکارۍ، هېواد کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل کړي. د یاد وزارت مسوولین دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي هم پهکې ګډون لري، د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللي او هلته یې له چارواکو سره د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې ترکمنستان ته تللي افغان پلاوي، د ځینو هوکړو ترڅنګ، د ټاپي پروژې د چارو پر پیل هم خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم د ترکمنستان سفر له لاستهراوړنو ډک بولي او وايي، له ترکمنستاني لوري سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې پیل په اړه خبرې او هوکړې شوې دي.
































