د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت، د صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون د سرپرست حکوومت تخنیکي پلاوي په چابهار بندر کې له ایراني چارواکو سره لیدنه کړې ده. ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانان پانګوالو پر پانګونې، د لګښتونو کچې پر ټیټېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
































