د پکتیا ولایتي چارواکي وایي چې د تېرو اتو میاشتو پر مهال له دغه ولایت څخه له هېواده بهر د ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي. د پکتیا د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدعظیم عظیمي وايي، په صادراتو کې یې په لومړي ځل کاغذ د منځنۍ اسیا هېوادونو او جلغوزي ایټالیا ته صادر کړي دي. د نوموړي په وینا، صادراتي توکو کې وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، سبزیجات، حبوبات، د ډبرو سکاره او نور توکي شامل دي. د پکتیا سوداګرۍ خونې مسوولان وایي، که څه هم سږکال د تېر ۱۴۰۱ کال په پرتله صادرات له ۱۰تر ۱۵سلنې کم شوي، خو په وینا یې، د سږکال صادراتو کې د سبزیجاتو، وچې او تازه مېوې سلنه د نورو کلونو په پرتله درې برابره زیاته شوې.
































