د هند د هوایي شرکت یوه الوتکه چې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ ښار نه هند ته روانه وه، د هند په یو هوایی ډګر کې تر کیناستو وروسته دوه ټوټې شوې ده. په الوتکه کې د پیلوټانو، عملې او مسافرو په ګډون ټول ۱۹۱ کسان سپاره وه. د هند په جنوب کې د کیرالا ایالتي چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې د الوتکې د پیلوټ په ګډون ۱۶ تنه مړه شوي او له ۱۲۳ زیات ټپيان دي. د راپورونو له مخې د الوتکې د لوېدو پر وخت په سیمه کې باران ورېده چې د ژغورنې کار یې یو څه سخت کړی و. د هند د ملکي هوایي چلن ادارې مسوولینو هم ویلي چې الوتکه د رن وې نه بلې خوا ته ولاړه او دوه ټوټې شوې. دغو مسوولینو ویلي چې د پېښې له ځایه یې لسګونه کسان روغتونو ته لیږدولي دي.
































