د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، چې دوی هره میاشت په اوو سترو مرکزونو کې معلولو وګړو ته خدمتونه وړاندې کوي او د مصنوعي غړیو په جوړولو سره هغوی په ټولنیزو چارو کې د برخې اخیستنې له پاره جوګه کوي. د افغانستان لپاره د دغې کمېټې د پروګرامونو مشرې مېرمن مارتین پرون د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، له هغو کورنیو سره به د مرستو لړۍ جاري ساتي چې نارینه یې په جګړو کې وژل شوي او د نفقې د پیدا کولو لپاره بل څوک نه لري. د دغې کمېټې د پروګرامونو مشرې ټینګار کړی چې دوی به د پخوا په شان د روغتیا، انرژۍ، او بندیانو سره د هغوی د کورنیو د لېدو کاتو له پاره د زمینې په برابرولو کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
































