د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت ټولې موصلاتي لارې د ورستیو سختو واورو او توپانونو له امله د ترافیکو پرمخ تړه شوې وې، چې نن د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې. د بامیانو د ټولګټو رییس انجنیر حفیظ الله نعمتي ویلي چې د بامیان او دایکنډي ترمنځ د کوتل قوناق پوله، د نمبر۱ یکاولنګ ولسوالۍ او پنجاب ولسوالیو ترمنځ د کوتل شاتو پوله او کوتل آبقول کرمان چې بامیان له غور ولایت سره نښلوي د سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوې وه نن د ترافیکو او مسافرینو پرمخ خلاصه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د کوتل آقرباط پر سړک چې د بامیان مرکز له سیغان ولسوالۍ سره نښلوي د یخ ماتولو او د خاورو اچولو چارې هم روانې دي، چې په دې سره به د موټر چلوونکو ستونزې په بشپړه توګه حل شي.
































