د ټولګټو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ۱۷۳ پلان شویو پروژو څخه څه باندې ۱۰۰ پروژې بشپړې شوې دي. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، دغه پروژې د سړکونو، پلچکونو او پلونو د جوړولو په برخه کې وې. نوموړی د هغه حلقوي سړکونو او لویو لارو چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره نښلوي، جوړول یې مهم بولي. حق شناس وايي، د سرپرست حکومت د مشر د لار ښوونې په اساس د بدخشان – واخان واټ د جوړېدو لومړنۍ چارې چې افغانستان له چین سره نښلوي پیل شوې دي. نوموړی زیاتوي، چې سالنګ لویه لاره د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او دغه لاره افغانستان له شمالي هېوادونو سره نښلوي، چې ټاکل شوې د دویمې برخې چارې یې د هوا په تودېدو سره پیل شي.
































