هېواد کې د وروستیو واورو او بارانونو د اورېدو له کبله خلکو ته په ځینو سیمو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، چې د وروستیو واورو او بارانونو له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته پر مالي زیانونو سربېره، په دایکندي او غزني ولایتونو کې دوه تنو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړی وايي، چې اوسمهال د ژمي په موسم کې پېښو ته د رسېدو او مدیریت پلان د عملي کېدو په حال کې دی چې په ترڅ کې یې د حکومتي او نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ له زیانمنو سره مرستې او د بېړنۍ سرپناه چمتو کول هم په دغه پلان کې شامل دي. بلخوا ټولګټو وزارت وایي د وروستیو درنو واورو له کبله د هېواد یو شمېر لارې چې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وې ځینې یې بېرته پرانیستل شوې او پر ځینو یې لاهم کار روان دی.
































