د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لاره د سختو واورو او توپان له امله د شپې له لسو بجو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د یاد وزارت چاواکو له هېوادوالو غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې پر دې لویه لاره له تګ راتګ ډډه وکړي. دغه لویه لاره د یکشنبې په ورځ د سختو واورو او توفان له امله تړل شوې وه، چې بیا د لنډې مودې لپاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه، خو د سالنګ په لوړو کې د اورښت له امله یو ځل بیا د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
































