د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي په امریکايي حکومت کې یو نظر دا دی چې عراق باید تجزیه شي او د ایران حکومت دې هم بدل کړل شي. جان بولټن په تازه مرکه کې ویلي مخکې هم د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې دا نظر موجود و چې عراق باید تجزیه شي او کوردان ځان ته هېواد جوړ کړي، خو یو شمېر کسان یې مخالف وو. نوموړي همدا راز ویلي اوس باید کوردان د امریکا تر ټاکنو وروسته د خپلواک هېواد جوړولو ته تیاری ولري ځکه په امریکايي حکومت کې دا نظر په پراخه پیمانه موجود دی چې عراق باید تجزیه شي او د ایران حکومت دې بدل کړل شي. هغه ټینګار کړی چې د عراق تجزیه به مثبتې پایلې ولري، ځکه که د عراق اوسنی وضعیت دوام وکړي نه یوازې دا چې مثبت لوري ته نه ځي، بلکې برعکس مخ پر خرابېدو دی.
































