د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستی ورځ د دغه هیواد له ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف سره لیدلي دي. د مالوماتو له مخې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې په افغانستان کې د امنیت او پانګونې او ټرانزیټ فرصتونو په اړه مالومات ورکړي دي. د ترکمنستان ولسمشر ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د ګازو او برښنا لېږد ته ځانګړی پام لري او ژمنه یې کړې چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
































