په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی دی، چې بریټانیا د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره یو میلیون او ۳۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده. دا چې یادې پیسې به په کومو برخو کې لګول کېږي، اوچا په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې بریټانیا څو اوونۍ وړاندې هم په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې په موخه د خوړو نړیوال پروګرام سره ۳۶ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې وه.
































