د سرپرست حکومت د رییس الوزراء په لارښوونه د ورښتونو له امله په پنځو ولایتونو کې د څارویو د تلف مخنيوي لپاره ځانګړي تصامیم نیول شوي او د تلف شویو څارویو د ستونزې د حل لپاره کمېټه ټاکلې او پنځوس میلیونه افغانۍ یې ورته ځانګړې کړې دي. د سرپرست حکومت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بلخ، هرات، جوزجان، فاریاب او بادغیس ولایتونو ځایي مسوولینو ته دنده سپارل شوې چې له اغېزمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي. رییس الوزراء له عامو خلکو هم غوښتنه کړې، چې د خپلو نږدې سیمو له مالدارانو سره مرسته وکړي ترڅو د خلکو او څارویو د نور تلف مخه ونیول شي.
































