د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۱۱ وروستیو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته د ۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د غالیو له صادراتو خبر ورکوي. ورته مهال د غالیو یو شمېر پلورونکي، د پانګې د جلب لپاره د ملي او نړیوالو نندارتونونو د جوړولو غوښتنه کوي. د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنه بیا د وطني غالیو د صادراتو لپاره د هوايي، دهلېزونو پر بیا فعالېدو ټینګار لري. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان ډیری غالۍ جرمني، ترکمنستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او روسیې ته صادرېږي.
































