د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې سږ کال په دې ولایت کې پر ۶۷۵ هکتاره ځمکه له کرل شوې پنبې څخه ۱۲۵۰ ټنه حاصلات راټول شوي دي. که څه هم د پنبو کرکېله په فراه کې له ډېرو کلونو راپدېخوا په کلیوالي توګه کرل کېږي، خو د تېر کال راپدېخوا یو ځل بیا د پنې کرکېله په دې ولایت کې زیاته شوې. په ورته مهال فراه کې یو شمېر کروندګر وايي، چې د پنبې کرکېله د کوکنارو د کښت غوره بدیل دی، ځکه ستړیا او لګښت یې کم دی. که څه هم فراه ولایت د هېواد له کرنیزو ولایتونو څخه دی، خو باید وویل شي، چې د دې ولایت کروندګر د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.
































