په بنګله دېش کې د عامې روغتیا چارواکي وايي، په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۴۳ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې، اور لګېدنه په لومړي سر کې له ځايي وخت سره سم ماخوستن نږدې ۱۰ بجې د پلازمېنې ډاکې په یوه رستوران کې پیل شوه. له هغه وروسته د اور لمبې د ودانۍ نورو برخو ته په چټکۍ سره ورسېدې او ګڼ شمېر کسان په ودانۍ کې دننه ایسار پاتې شول. چارواکي وايي، وروسته اور ووژل شو او د لګېدو په هکله یې پلټنې پیل شوې دي. د بنګله دېش عامې روغتیا وزیر سمانتا لال سین وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ کسان د پلازمېنې په ډاکه روغتیايي فاکولته روغتون کې مړه اعلان شوي.
































