د زندانیانو د خلاصون په تړاو د نړیوالې ټولنې اوسنۍ بې پروايي د اندېښنې وړ ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي حکومت دې د زندانیانو د خوشي کولو په پروسه کې نړیوالو تجربو ته وګوري او د طالبانو زندانیان دې په مشروطه توګه ازاد کړي. ددغه کمیسیون په اعلامیه کې راغلي چې له قید او شرط پرته د زندانیانو خوشي کول به د معافیت فرهنګ پیاوړی کړي او تر څنګ به یې د قربانیانو په حقوقو کې ستر تېری وي. دغه کمیسیون د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له غړو هم غوښتي چې په خپلو پرېکړو او مشورو کې دې د قربانیانو کورنۍ هم په نظر کې ونیسي او ددوی حقوقو ته دې درناوی وکړي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نړیواله ټولنه هم په دې کې ملامته بولي چې د عدالت پر تامین پټه خوله ده او ددوی مسوولیت دی چې له بشري حقونو دفاع وکړي.
































