په کندهار کې د تېرو پرلهپسې دوو ورځو سختو بارانونو یوشمېر کورونه نړولي او له کبله یې دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. ولایتي چاراکي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له راوتلو سېلابونو څخه د سلګونو کسانو د ژغورلو خبر هم ورکوي. د کندهار د سرې میاشتې ټولنې ویاند محمد شعیب حقاني ویلي چې بارانونو د دغه ولایت د مرکز په درېیمه حوزه کې دوه کورونه او د میوند ولسوالي په بند تیمور کلي کې هم شپږ کورونه نړولي دي. د نوموړي په وینا، په میوند ولسوالي کې د کورونو نړېدو پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون، دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه وايي، زیانمنو شویو کورنیو ته یې بېړنۍ مرستې ور رسولې دي.
































