د میدان وردګو ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې د کابل – بامیانو لویه لاره د زیاتې واورې د ورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. د دغه ولایت د والي ویاند وحیدالله سروري وايي د ډېرو واورو ورېدو او توپانونوله کبله د کابل – بامیانو لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. هغه زیاته کړه چې تېره شپه زیات شمېر موټر په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې بند پاتې وو چې د والي په لار ښوونه د ټولګټو چارو ریاست، د ولایت د امنیه او لوا قوماندانانو، امنیتي منسوبینو او ولسوالانو په دوامداره هلو ځلو خلاص او مسافر وژغورل شول. نوموړي همداراز له موټرچلوونکو غوښتنه وکړه چې په نوموړې لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
































