د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یواځنۍ ټېسټ لوبه د ایرلنډ پر وړانډې وبایلله. یاده لوبه چې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شوې وه نن د لوبې په درېیمه ورځ ایرلنډۍ لوبډلې د شپږ وېکټو په توپیر وګټله. د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوریزو لوبو لوبلړۍ د روانې مارچ میاشتې په اوومه نېټه پیلیږي.
































