د غور ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سختې واورې ورېدو او سړې هوا له کبله له ۲۵۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي. د غور د والي ویاند وايي، له بېلابېلو ولسوالیو او کلیو ورته رسېدلي معلومات ښيي چې تر اوسه د غرونو په لمنو کې ۲۵۳۶ څاروي له منځه تللي او زرګونه نور په واورو کې بند پاتې دي. د هغه په خبره، دا شمېرې شېبه په شېبه په زیاتېدو دي. نوموړی زیاتوي چې د غور د ولایت مقام د کرنې او طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاستونو په همغږۍ له مالدارانو سره مرستې او د هغوی څارویو ته د وښو رسول روان دي. د غور د والي ویاند وايي، مرستندویه ډلې به د دغه ولایت د مواصلاتي لارو په پرانېستل کېدو سره زیانمنو سیمو ته ور لېږل شي.
































