د عامې روغتیا سرپرست وزیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د فرانسې هېواد له شارژدافیر سره کتلي دي. په یاده لیدنه کې په کابل کې د فرانسویانو روغتون د اصلاحاتو، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر کموالي او په وړیا ډول بې وسه ناروغانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو اړوند خبرې شوې دي. د روغتیا سرپرست وزیر ویلي، اوسمهال اړتیا ده، چې د نوموړي روغتون تفاهمنامه تجدید شي او همدرانګه یې له شارژدافیر څخه غوښتي، تر څو د روغتیا په برخه کې لا زیاتې همکارۍ د افغانانو د روغتیايي وضعیت د ښه کولو په موخه ترسره کړي.
































