د فاریاب په یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۲ زره څاروي د واورې او یخنۍ له کبله مړه شوي دي. په ورته وخت کې د یاد ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې له مالدارانو سره د مرستې او څارویو ته د خوراکې رسولو په تړاو هڅې روانې دي او مرستندوی ټیمونه سیمې ته استول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې په فاریاب ولایت کې هم د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر له یوې اونۍ راهیسې واوره اورېدنه دوام لري او په یو شمېر سیمو کې د واورې اندازه له یوه متر څخه هم لوړه شوې ده.
































