د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ ویلي، چې چين پر غزې د وروستیو بریدونو له امله سخت خواشينی شوی او په کلکه يې د دغو بریدونو غندنه کړې ده. وړمه ورځ د غزې په تړانګه کې د مرستندويه توکو د تر لاسه کولو پر يو مرکز بريد وشو، چې له دې امله يې ۱۱۲ تنه ووژل شول او ۷۶۰ تنه نور ټپيان شول. چين له بېلا بېلو خواوو په تېره بيا له اسراییلو څخه غوښتنه کړې، چې سمدستي اوربند وکړي، د ملکي وګړو ژوند خوندي او د بشري مرستو د ننوتلو لپاره اجازه ورکړي. نوموړې زياته کړې، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تدبيرونو د نيولو لپاره هڅه وکړي، تر څو په غزې کې ژر تر ژره اوربند وشي، بشري وضعيت ارام شي، د دوو دولتونو لایحې پلې او په منځني ختيځ کې اوږدمهاله سوله او امنيت تامین شي.
































