د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د جنیوا کال له عمومي رییس الن دلترو، د دې بنسټ د نړیوالو اړیکو مسول الکساندر مونافو او په افغانستان کې د دغه بنسټ له مسوول فهد عباسي سره لیدلي. په دې لیدنه کې د جنیوا کال عمومي رییس د سرپرست حکومت لاسته راوړنې ستایلي او ویلي یې دي، چې غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې لا پراخې کړي. ورته مهال د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د یاد بنسټ فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټینګېدو سره د مرستندویه بنسټونو فعالیت ته تر بل هر وخته ښه زمینه برابره شوې ده.
































