د کندهار او کونړ سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له کبله ۲۷۰ کورونه ویجاړ شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید ویلي چې د یاد ولایت په ښار او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ۲۳۸ کورونه ویجاړشوي او په ترڅ کې یې ۲ ماشومان مړه شوي او ۳ نورټپیان دي. د یوبل خبر له مخې، په کونړ کې هم د سختو اورښتونو له امله ۳۲ کورونه ویجاړ شوي دي. د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیر احسان الله ویلي چې د وروستیو ورښتونو له امله ۳۲ کورونه ویجاړ او په ترڅ کې یې ۳ تنه مړه او ۲ ژوبل شوي دي. هېره دې نه وي چې د پېښې ټپيان د یاد ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
































