د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ځانګړو زدهکړو مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه، د کڼو او ړوندو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په خاطر، په تخار، جوزجان، فاریاب او هلمند کې د ځانګرو زدهکړو مرکزونو د منظورۍ حکم لاسلیک کړی دی. ویل شوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره اوسمهال د هېواد په کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۳۷۱ فعال مرکزونه لري چې له دې جملې ۱۶ مرکزونه یې ځانګړې زده کړې وړاندې کوي او د یادو معلولینو قشرونه تر پوښښ لاندې نیسي.
































