د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او مل پلاوي، د ترکمنستان د سوداګرو او صنعتکارانو اتحادیې له رییس نوکر قلي آتاقي اوف سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې نوکر قلي آتاقي اوف، ترکمنستان ته د سرپرست حکومت د دولتي او خصوصي سکتور د ګډ پلاوي د سفر هرکلی کړی او د ترکمن – افغان سوداګريز پیوستون کنفرانس او نندارتون پرانيستل یې د دواړو هېوادونو د نږدېوالي لامل بللی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم په یاد هېواد کې د افغان حکومت او خصوصي سکتور له پلاوي د ګرم هرکلي مننه کړې او یاد کنفرانس يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګام یاد کړی دی. هغه له افغانستان څخه سوېلي آسيا هېوادونو ته د ټرانزيټ د لارو چارو، په افغانستان کې د پانګونې زمینې د برابرېدو او په هېواد کې د پانګونې د ګټو په اړه خبرې کړې دي.
































